د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي په خپله اونیزه خبري ناسته کې د طالبانو هغه ادعاوې په کلکه رد کړې چې ګواکې د پاکستان په بریدونو کې د کونړ ولایت د "سید جمالالدین افغان پوهنتون" ځيني برخې په نښه شوې دي.
اندرابي دغه ادعاوې "ښکاره دروغ" وبللې او زیاته یې کړه چې د پوهنتون د ویشتلو خبرې یوازې د ولسي همدردۍ د ترلاسه کولو لپاره یوه "بېبنیاده او جعلي هڅه" ده.
نوموړي یو ځل بیا ادعا وکړه چې افغانستان د هغو وسلهوالو ډلو لپاره "خوندي پټنځای" دی چې د پاکستان پر ضد فعالیت کوي. هغه دغه ډلې د "فتنة الخوارج" او "فتنة الهند" په نومونو یادې کړې.
دا څرګندونې وروسته له هغې شوې چې د اپرېل په ۲۸مه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ او د سرحدي بریدونو په غبرګون کې یې رسمي اعتراض ورته وړاندې کړ.
طالبان وایي چې د پاکستان په بریدونو کې یو شمېر ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې، خو بل لور ته پاکستاني چارواکي هم ادعا کوي چې د افغان لوري په ډزو کې هغوی ته ولسي زیانونه رسېدلي دي.
کارپوهان وايي، د دواړو خواوو ترمنځ د داسې سختو تورونو تبادله د باور فضا نوره هم زیانمنوي او د سرحدي ترینګلتیاوو د زیاتېدو خطر لوړوي.
لیکوال:سعید سمیر








