TOOSnews
اعلان
د باجوړ او كونړ قومي مشرانو د سولې او اوربند پرېکړه تصويب كړه.
افغانستانټوس نیوز

د باجوړ او كونړ قومي مشرانو د سولې او اوربند پرېکړه تصويب كړه.

۱۵ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

په نواپاس کې د باجوړ او کونړ د قومي مشرانو ترمنځ شوې جرګه کې د يو پرېکړه ليک له مخې د دواړو لورو ترمنځ په سرحدي سيمه کې د اوربند د ټينګښت هوکړه شوې ده.

د پرېکړه ليک له مخې، اوربند به د دانګام ولسوالۍ له سيمو څخه تر سپين جومات پورې عملي کېږي، او د دې پرېکړې په چوکاټ کې به اړوند لوري بېرته خپلو پخوانيو مرکزونو ته ستنېږي.

په سند کې دا هم راغلي چې ياده جرګه‌ ېي جوړښت د دواړو اړخونو د طالبانو او پاکستاني اړخ په مشوره رامنځته شوې او هدف يې د سيمه‌ييزو شخړو کمول او د ثبات ټينګول دي.

همدارنګه پرېکړه شوې چې که هر لوری دغه هوکړه تر پښو لاندې کړي، د هغې مسووليت به پر غاړه لري. د هوکړې د دوام او څار لپاره به هر درې مياشتې وروسته يوه ګډه غونډه هم ترسره کېږي.

دا پرېکړه د سيمې د تاوتريخوالي د کمولو او د دوامدار تفاهم د رامنځته کولو په موخه مهم ګام بلل کېږي.

لیکوال: سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.