د عرب نیوز ورځپاڼې تازه موندنې ښيي چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر نوي پړاو ته داخل شوی دی. د راپور له مخې، پاکستاني چارواکو د خیبر پښتونخوا ایالت په ځینو سیمو کې د افغان وګړو د استوګنې کورونه نړولي دي.
د دغه راپور له مخې، چې د شنبې په ورځ د جولای په ۱۸مه خپور شوی، د کورونو نړول د پاکستان د حکومت د هغې پراخې برنامې یوه برخه بلل شوې چې موخه یې د افغان کډوالو پېژندل او بېرته ستنول دي. هممهاله، د هویتي اسنادو څېړنه، د کورونو د تخلیې اخطارونه ورکول او د هغو کسانو نیول چې د قانوني اوسېدو اسناد یا ویزه نه لري، لا هم دوام لري.
د متاني سیمې اوسېدونکي وايي، ځینو افغان کورنیو حتا د خپلو شخصي وسایلو او اسنادو د لېږد فرصت هم نه دی موندلی. د دوی په وینا، چارواکو د کورنیو شرایطو ته له پام پرته د کورونو د نړولو عملیات ترسره کړي دي.
پاکستاني امنیتي سرچینو هم تأیید کړې چې د جولای له ۱۰مې نېټې راهیسې په ټول هېواد کې د هغو کډوالو د پېژندلو او نیولو پراخ عملیات پیل شوي چې ویزه یا قانوني اسناد نه لري، او د دې پروګرام د پلي کولو مسؤلیت پولیسو ته سپارل شوی دی.
په پېښور ښار کې هم د تلاشیو پوستې زیاتې شوي دي او مامورین په پراخه کچه د خلکو هویتي اسناد څېړي. دې وضعیت د افغان کډوالو تګ راتګ کم کړی او هغه بازارونه یې له رکود سره مخ کړي چې د پام وړ برخه یې د افغان سوداګرو له خوا پرمخ وړل کېږي.
یو شمېر افغان سوداګر وايي، رامنځته شوي وضعیت ډېری کورنۍ دې ته اړ کړي دي چې د نیول کېدو یا شړل کېدو له وېرې له خپلو کورونو بهر ونه وځي. د دوی په وینا، دې حالت د کډوالو پر اقتصادي فعالیتونو او سوداګریزو چارو د پام وړ زیان اړولی دی.
دا بدلونونه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، له ۲۰۲۳ کال راهیسې تر اوسه له پاکستان څخه له ۲.۳ میلیونو ډېر افغان وګړي بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي. سره له دې، لا هم له یو میلیونه ډېر افغان کډوال په پاکستان کې ژوند کوي.
د پاکستان حکومت دا اقدامات د خپلې امنیتي تګلارې یوه برخه بولي او ادعا کوي چې ځینې بې اسناده کډوال له امنیتي ګواښونو سره اړیکې لري. په مقابل کې، د طالبانو حکومت دا ادعا رد کړې او څو ځله یې ټینګار کړی چې د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد نه کارول کېږي.
لیکواله:سلیمه آریایی








