د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي، اعلان کړی چې تر هغو پورې چې د ایران پر ضد ګواښونه دوام ولري، د وروستۍ هوکړې د ترلاسه کولو لپاره به خبرې اترې پیل نه شي.
عراقچي د سېشنبې په ورځ په یوه پیغام کې ویلي: «د تفاهملیک ۱۳مه ماده بشپړه روښانه او څرګنده ده؛ تر هغو چې د ایران پر ضد ګواښونه دوام لري، د وروستۍ هوکړې لپاره خبرې اترې نه پیلېږي. پر خپلې لاسلیک شوې ژمنې ودرېږئ.»
دا څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، په خپلو وروستیو څرګندونو کې یو ځل بیا ایران وګواښه او ویې ویل، که له تهران سره هوکړه ونه شي، «کار به وروستی کړي.»
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د خپلو څرګندونو په بله برخه کې د آیتالله خامنهيي د جنازې مراسمو ته په اشارې وویل چې «میلیونونه ویاړلي ایرانیان په یووالي او همغږۍ سره راټول شول» څو د ایران پخواني مشر ته درناوی وکړي.
عراقچي همداراز ټینګار وکړ چې د ایران خلک او د دغه هېواد وسلهوال ځواکونه له ګواښونو وېره نه لري، او ویې ویل: «نه هغوی او نه هم زموږ زړور وسلهوال ځواکونه د هېڅ ډول ګواښ پر وړاندې وېره په زړه کې ځایوي.»
لیکواله:سلیمه آریایي








