عباس عراقچي، د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي چې کویټ پر یوه ایرانی کښتۍ په فارس خلیج کې برید کړی او څلور ایراني اتباع یې نیولي دي.
عراقچي د چهارشنبې په ماښام (د غویي ۲۳مه) په ایکس کې یو پېغام خپور کړی او ویلي یې دي: «دغه غیرقانوني اقدام هغې جزیرې ته نېږدې رامنځته شوی چې امریکا یې د ایران پر وړاندې د برید لپاره کارولې ده.»
د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې: «موږ د خپلو اتباعو فوری خوشي کېدو غوښتونکي یو او د ځواب ویلو حق خپل ځان لپاره محفوظ ګڼو.»
د ایران د بهرنیو چارو وزیر روښانه نکړه چې دغه کښتۍ په دقیق ډول کله هدف ګرځول شوې ده.
کویټ د امریکا او اسراییل د ایران پر وړاندې د بریدونو له پیل راهیسې څو ځلې د ایران د توغندیو او بېپيلوټه الوتکو د بریدونو هدف پاتې شوی، خو تر اوسه یې د ایراني کښتۍ پر وړاندې د برید په اړه څه ونه دي ویلي.
لیکواله:سلیمه حکیمي








