TOOSnews
اعلان
په آلمان کې یو افغان کډوال پر یوې ۱۱ کلنې ماشومې د جنسي تېري په تور نیول شوي.
نړۍټوس نیوز

په آلمان کې یو افغان کډوال پر یوې ۱۱ کلنې ماشومې د جنسي تېري په تور نیول شوي.

۲۶ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

په آلمان کې، یو شل کلن افغان کډوال پر یوې ۱۱ کلنې نجلۍ د جنسي تېري پر تور د کوبلینټس ښار د یوه ښوونځي په تشناب کې نیول شوی دی. پولیس وايي، تر اوسه پورې په دقیق ډو ل نه ده معلومه چې دا کسان څنګه د ښوونځي سیمې ته ننوتلي.

د سي وي ار عامه راډیو او ټلویزیون د راپور له مخې، د پولیسو چارواکو ویلي چې شکمن کس د یوه ۱۹ کلن ملګري په مرسته په دې پېښه کې دخیل و او ماشومې یې حمله کړې ده.

راپور وايي چې قرباني دوه ورځې وروسته پېښه خپلې مشرې خور ته بیان کړې ده. کورنۍ وروسته له دې چې د شکمن کس احتمالي پېژندنه وکړه،او موضوع یې پولیسو ته راپور ورکړې او د پلټنو پروسه پیل شوې.

اړوند چارواکي وايي، شل کلن شکمن نیول شوی او اوس په موقتي توقیف کې دی، په داسې حال کې چې د هغه ۱۹ کلن ملګری لا هم تر تحقیق لاندې دی. دا پېښه د اپرېل په ۲۸مه د کوبلینټس ښار په یوه ښوونځي کې رامنځته شوې ده.

د کوبلینټس عامه څارنوالۍ ویلي، اصلي شکمن د ښوونځي په ساحه کې د ماشوم پر وړاندې د جنسي تېري په تور تر پلټنو لاندې دی او د مې په څلورمه نیټه نیول شوی دی.

د څارنوالۍ د دفتر په وینا، دا کس مخکې هم په یوه جنسي جرم اړوند قضیه کې تر تحقیق لاندې و او همدارنګه د غیر قانوني جعلي وسلې ساتلو له امله جریمه شوی و.

چاروکو ویلي، د دواړو ښکیل کسانو د مهاجرت وضعیت لا هم نه دی معلوم او نه ده څرګنده چې په آلمان کې یې څومره وخت تېر کړی دی. څېړنې لا هم روانې دي.

د آلمان پولیسو ویلي، دا قضیه یې وروسته له هغه عامه کړې چې په ټولنیزو شبکو کې جعلي عکسونه او شایعات خپاره شول. چارواکي وايي،غلطو معلومات په ټولنه کې اندېښنې رامنځته کړې وې، خو اوس وضعیت تر یوه حده ارام ښودل شوی دی.

اړوند ښوونځي له پولیسو سره همکاري کړې او د زده‌کوونکو او د هغوی کورنیو د رواني ملاتړ لپاره یې یو د بحران ټیم جوړ کړی دی. دغه ټیم به د راتلونکو ورته پېښو د مخنیوي لپاره د نوي امنیتي تدابیرو په اړه هم خبرې وکړي.

پولیسو ویلي، د تحقیقاتو د دوام له امله، نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.