TOOSnews
اعلان
اصف دراني: د كابل او اسلام اباد ستونزې بايد د خبرو له لارې حل شي.
افغانستانټوس نیوز

اصف دراني: د كابل او اسلام اباد ستونزې بايد د خبرو له لارې حل شي.

۸ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

پخواني پاکستاني ډیپلوماټ آصف دراني ویلي چې یو باثباته افغانستان د پاکستان د ملي ګټو لپاره حیاتي اهمیت لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوله‌ییزې اړیکې د سیمې د ثبات لپاره اړینې دي.

نوموړي ویلي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ موجودې ستونزې باید د خبرو اترو، همغږۍ او عملي همکاریو له لارې حل شي. د هغه په وینا، دواړه لوري د ګډو امنیتي او اقتصادي ننګونو له امله یو بل ته اړتیا لري او د تاوتریخوالي پر ځای باید د تعامل لاره غوره کړي.

آصف دراني ټینګار کړی چې هېڅ لوری یوازې د هوايي بریدونو، تورونو او یا د پولو او سوداګرۍ د بندولو له لارې دوامداره سوله نه شي رامنځته کولی، ځکه دا ډول تګلارې د ستونزو د لا زیاتېدو لامل ګرځي.

بل لوري ته ځینې کارپوهان بیا ادعا کوي چې پاکستان د تېرې شل کلنې جګړې پر مهال په افغانستان کې د وضعیت په جوړښت کې رول لرلی او وروسته د نړیوالو لوبغاړو سره د تعامل له لارې اوسنی وضعیت رامنځته شوی. دوی زیاتوي چې د اسلام‌اباد د “باثباته افغانستان” په اړه څرګندونې تل د باور وړ نه ګڼل کېږي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.