TOOSnews
اعلان
عطاء اللّه تارړ: افغانستان كې مو پر لسو ځايونو هدفمند هوايي بريدونه كړي.
افغانستانټوس نیوز

عطاء اللّه تارړ: افغانستان كې مو پر لسو ځايونو هدفمند هوايي بريدونه كړي.

۲ تله ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاءالله تارړ ادعا کړې چې تېره ورځ له افغان خاورې څخه د پاکستان پر لور د څو بې‌پیلوټه الوتکو د لېږلو هڅه شوې، خو د نوموړي په وینا، د پاکستان هوايي دفاعي سیستم دغه الوتکې تر ټاکلو موخو له رسېدو مخکې له منځه وړي دي.

تارړ ویلي، د دې پېښې په غبرګون کې پاکستاني هوايي ځواکونو او ډرونونو څو ساعته وړاندې په افغانستان کې پر ۱۰ هغو ځایونو او مرکزونو بریدونه کړي چې د نوموړي په خبره، د بې‌پیلوټه الوتکو د توغولو او ساتلو لپاره ترې کار اخیستل کېده.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر ټینګار کړی چې هېواد یې د افغان خاورې له لوري هر ډول ترهګریز یا پوځي ګواښ نه شي زغملی او په وینا یې، له دې وروسته به هر ډول ورته اقدام ته «سمدستي، سخت او کلک» ځواب ورکړل شي.

هغه له طالبانو غوښتي چې د خپلو نړیوالو او دیپلوماټیکو مکلفیتونو له مخې، له افغان خاورې د نورو ډلو یا پوځي عناصرو د بریدونو مخه ونیسي.

تارړ خبرداری ورکړی چې که دغه ډول بریدونه دوام وکړي، د پاکستان پوځي اقدامات به هم روان وي.

د پاکستان حکومت وايي، نه غواړي کړکېچ نور هم پراخ شي، خو په وینا یې، د خپل هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا او د اتباعو د امنیت د ساتنې لپاره به له ټولو امکاناتو کار واخلي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.