TOOSnews
اعلان
اسټراليا د افغانستان سفارت وتاړه؛ وايي طالبان به نه په رسميت پېژني او نه به يې ډیپلوماټان ومني.
نړۍټوس نیوز

اسټراليا د افغانستان سفارت وتاړه؛ وايي طالبان به نه په رسميت پېژني او نه به يې ډیپلوماټان ومني.

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

په اسټرالیا کې د افغانستان سفارت اعلان کړی چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د پرېکړې له مخې د سفارت فعالیتونه درول شوي او سفارت تړل شوی دی.

سفارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دا پرېکړه د اسټرالیا د حکومت له لوري شوې او له همدې امله یې خپل فعالیتونه پای ته رسولي دي.

هم‌مهاله د اسټرالیا حکومت ټینګار کړی چې د طالبانو هېڅ ډیپلوماټ به ونه مني او دغه ډله به د افغانستان د قانوني حکومت په توګه هېڅکله هم په رسمیت ونه پېژني.

دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې، د طالبانو له واکمنېدو وروسته، ډېری لوېدیځو هېوادونو له طالبانو سره رسمي ډیپلوماټیکې اړیکې نه دي ټینګې کړي او لا یې هم د هغوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.