TOOSnews
اعلان
بدخشان: د ځمکې ښویېدو له امله څلورو ماشومانو خپل ژوند له لاسه وركړ.
افغانستانټوس نیوز

بدخشان: د ځمکې ښویېدو له امله څلورو ماشومانو خپل ژوند له لاسه وركړ.

۱۹ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

په بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، چې د دغه ولایت په یمګان ولسوالۍ کې د ځمکې ښویېدو له امله د یوې کورنۍ څلور ماشومان مړه شوي دي.

د یاد ریاست په وینا، دا پېښه د جمعې په ورځ له غرمې مخکې د وجن او شنګان علیا په کلي کې رامنځته شوې ده.

چارواکي زیاتوي، چې د پېښې قرباني شوي ماشومان د یوې کورنۍ غړي وو او عمرونه یې له ۱۰ تر ۱۵ کلونو پورې رسېدل.

د پېښې د نورو جزئیاتو او احتمالي زیانونو په اړه تر اوسه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.