په فرانسه کې په یوه کمسارې پېښه کې، یوه تنکۍ نجلۍ چې د خپلې پښې د بند د جراحي لپاره روغتون ته تللې وه، د عملیاتو له پای ته رسېدو وروسته پوه شوه چې ډاکټرانو په تېروتنه د هغې ټول څلور عقل غاښونه ایستلي دي. دا پېښه اوس په یوه حقوقي قضیه بدله شوې او کورنۍ یې له روغتون څخه شکایت کړی دی.
د فرانسوي خپرونې «یوروپ یو» د راپور له مخې، د دې نجلۍ نوم «لوئیز» دی، ۱۷ کلنه ده او د «اوترو» ښار اوسېدونکې ده. هغې له ډېرې مودې راهیسې د خپلې پښې د بند د ستونزې د درملنې لپاره د «سن مارتن بولوني» روغتون کې د جراحۍ وخت اخیستی و، څو د نوي ښوونیز کال له پیل مخکې یې درملنه بشپړه شي.
ټاکل شوې وه چې لوئیز د جمعې په ورځ، د چنګاښ ۱۹مه چې د جولای ۱۰مې سره برابره ده، د پښې د بند جراحي یې تر سره شي. هغه په دې هیله د عملیاتو خونې ته لاړه چې له جراحۍ وروسته به وکولای شي په عادي ډول وګرځي او نوی ښوونیز کال به په ښه حالت کې پیل کړي.
خو د عملیاتو له پای ته رسېدو وروسته، کله چې هغه د بېرته هوښ راتلو په څانګه کې راویښه شوه، پوه شوه چې خوله یې په جراحي ګاز تړل شوې ده. له څېړنې وروسته څرګنده شوه چې د هغې پښه هېڅ نه ده جراحي شوې، بلکې ډاکټرانو په تېروتنه د هغې ټول څلور عقل غاښونه ایستلي وو.
د لوئیز مور وايي، لور یې له دې پېښې وروسته سخت شاک لیدلی. هغې وویل، کله چې د بېرته هوښ راتلو څانګې ته ننوتله او د خپلې لور حالت یې ولید، خپل احساسات یې نه شو کنټرولولای. د هغې په وینا، جراح څو ځله له کورنۍ بښنه غوښتې، خو هغې بیا له هغه سره د لیدو انکار کړی دی.
د دې تنکۍ نجلۍ د مور په وینا، دې طبي تېروتنې یې پر لور د پام وړ رواني اغېزې کړي دي. هغه وايي لوئیز له هغې ورځې راهیسې له اضطراب سره مخ ده، د شپې په سختۍ ویده کېږي او ښايي ډېر وخت ونیسي چې بېرته د درملنې لپاره روغتون ته لاړه شي. هغې زیاته کړه چې خپله هم له دې پېښې وروسته د بدن له لړزې، د اشتها له کمېدو او رواني فشار سره مخ شوې او لا هم د دې پېښې منل د کورنۍ لپاره ستونزمن دي.
لوئیز او کورنۍ یې له دې پېښې وروسته د «سن مارتن بولوني» روغتون پر ضد شکایت ثبت کړی دی. د هغې مور باور لري چې د دې تېروتنې پایلې ډېرې خطرناکې کېدای شوې، ځکه د بېهوښۍ درمل د بل ناروغ د شرایطو له مخې تنظیم شوي وو او دې موضوع کولای شو د لور روغتیا یې له جدي ګواښ سره مخ کړي.
د روغتون مسؤلینو هماغه ورځ له لوئیز او کورنۍ سره لیدنه کړې او څرګنده کړې یې ده چې د ناروغ ناسمه طبي دوسیه د جراحۍ ډلې ته ورکړل شوې وه. د دوی په وینا، ټاکل شوې وه چې بل ناروغ د څلورو عقل غاښونو د ایستلو لپاره عملیات شي، او طبي ډلې د هماغې دوسیې پر بنسټ اقدام کړی و.
له دې وضاحتونو سره سره، د لوئیز کورنۍ له هغو اسنادو د لاسلیک کولو ډډه وکړه چې د ناروغ د حقونو او د تاوان د ترلاسه کولو د بهیر په اړه ورته وړاندې شوي وو، او پرېکړه یې وکړه چې موضوع له قانوني لارې تعقیب کړي.
د روغتون مدیریت په یوه اعلامیه کې ویلي چې له دې «استثنايي او ژورې خواشینوونکې پېښې» خبر دی او د دې طبي تېروتنې په اړه یې خواشیني څرګنده کړې ده. خو تر اوسه د دې قضیې د محکمې د پیل نېټه نه ده ټاکل شوې.
لیکواله:سلیمه آریایي








