د طالبانو د لوړو زده کړو وزير ندا محمد ندیم ويلي، چې د طالبانو د مشر ملا هبت الله په امر ۱۵۵۵ ممتاز فارغ شوو محصلانو ته د کار زمينه برابره شوې ده.
د هغه په وينا، ملا هبت الله يو شمېر وزارتونو ته لارښوونه کړې، چې دغه ممتاز محصلان دې په خپلو ادارو کې په دندو وګماري.
طالبان وايي، دا اقدام د لوستو ځوانانو د استخدام او د بېکارۍ د کچې د راکمولو په موخه ترسره کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له بيا واکمنېدو وروسته ډېری ځوانان د بېکارۍ له امله اړ شوي، څو بهرنيو هېوادونو ته د سختو او غيرقانوني لارو مهاجرت وکړي.
لیکوال:سعید سمیر








