د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) اعلان کړی چې د ایران پر پوځي اهدافو یې د بریدونو نوې څپه پیل کړې ده.
سېنټکام ویلي، دغه عملیات د نهمې پرلهپسې شپې لپاره دوام لري او هدف یې د ایران هغه پوځي وړتیاوې کمزوري کول دي چې د امریکا په وینا، د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو بېړیو او ملکي سمندري تګ راتګ د ګواښلو لپاره کارول کېږي.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ زیاته کړې چې بریدونه د هغو پوځي تاسیساتو او ظرفیتونو پر ضد ترسره کېږي چې د سیمې د سمندري امنیت لپاره ګواښ بلل کېږي، خو د بریدونو د دقیقو ځایونو، زیانونو او احتمالي تلفاتو په اړه یې جزییات نه دي خپاره کړي.
په ورته وخت کې، د ایران د بېلابېلو ښارونو اوسېدونکو د چاودنو د غږونو د اورېدو خبر ورکړی دی. ځینو ایراني رسنیو او ټولنیزو شبکو کې هم د چاودنو راپورونه خپاره شوي، خو د پېښو د ځایونو او لاملونو په اړه لا تر اوسه رسمي معلومات نه دي ورکړل شوي.
ایراني چارواکو تر اوسه د سېنټکام د تازه بریدونو په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی څرګند کړی.
دا بریدونه په داسې حال کې دوام لري چې د امریکا او ایران ترمنځ پوځي کړکېچ لا هم لوړ دی او د منځني ختیځ د امنیتي وضعیت د لا خرابېدو اندېښنې زیاتې شوي دي.
لیکوال:سعید سمیر








