TOOSnews
اعلان
د اسرائیلو له زندانونو څخه د فلسطیني خبریال تر خوشې کېدو وروسته د هغه انځورونو  پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
نړۍټوس نیوز

د اسرائیلو له زندانونو څخه د فلسطیني خبریال تر خوشې کېدو وروسته د هغه انځورونو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

۵ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د فلسطیني خبریال له زندانه د خوشې کېدو وروسته د هغه د انځور خپرېدل؛ په ټولنیزو شبکو کې پراخ غبرګون

مجاهد بنی‌مفلح، فلسطینی خبریال، د اسراییلي زندانونو له خوشې کېدو وروسته د خپل جسماني حالت یو انځور خپور کړی دی؛ داسې انځور چې په ټولنیزو شبکو کې د کاروونکو، خبریالانو او فلسطیني فعالانو پراخ غبرګونونه ورسره مل شوي دي. هغه تر خوشې کېدو مخکې څوارلس میاشتې په زندان کې تېرې کړې وې.

بنی‌مفلح په خپله انسټاګرام پاڼه کې د خپل جسماني وضعیت او د خوشې کېدو وروسته د درملنې د بهیر په اړه لیکلي دي چې د بند موده یې په سختو شرایطو کې تېره کړې، له لوږې، ناروغۍ او رواني فشارونو سره مخ و. هغه زیاته کړې چې دې تجربې یې پر ژوند ژور اغېز کړی او د ژوند مسیر یې په بشپړ ډول بدل کړی دی.

د دې انځور خپرېدو یو ځل بیا د فلسطیني زندانیانو د ساتنې شرایطو ته د نړیوالو خلکو او فعالانو پام اړولی دی. دا موضوع په وروستیو ورځو کې په ټولنیزو شبکو کې د بحث له مهمو موضوعاتو څخه ګرځېدلې ده.

یو شمېر فلسطیني خبریالانو او فعالانو د بنی‌مفلح د جسماني حالت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او دغه خپور شوی انځور یې د فلسطیني زندانیانو د وضعیت یو سمبول بللی دی. هغوی له نړیوالو بشري بنسټونو او رسنیو څخه غوښتي چې د فلسطیني زندانیانو شرایطو ته لا ډېر پام وکړي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.