د پاکستان د بلوچستان ایالټ د «مسونګ» په سیمه کې د «درینګر» ښار د سقوط په اړه د راپورونو د خپرېدو یو ورځ تېرېدو سره، تراوسه پورې د دغه هېواد نظامي او حکومتي چارواکو په دې اړه کوم رسمي یا واضح غبرګون نه دی ښودلی او سکوت یې لا هم روان دی.
د خپرو شوو راپورونو له مخې، د بلوچ بېلتون غوښتونکو ځواکونو د دې ښار تر کنټرول وروسته، د «درینګر» د داخلېدو او وتلو اصلي لارې لا هم بندې پاتې دي او د ښار یو شمېر دولتي، ادارې او امنیتي مرکزونه د دغو ځواکونو په کنټرول کې دي.
بېلتون غوښتونکو وسله والو ډلو ویلي دي چې د دې عملیاتو پر مهال یې د پولیسو پوستې، دولتي دفترونه، اداري مرکزونه او د ښار ځینې امنیتي تاسیسات تر خپل کنټرول لاندې راوستي دي. همدارنګه ویل شوي چې د پاکستان نظامي او امنیتي ځواکونه د ښار له ځینو برخو شاتګ کړی او یوه اندازه وسلې، مهمات او پوځي تجهیزات هم د دغو ډلو لاس ته ورغلي دي.
د «درینګر» ښار په کویټه ـ تفتان ترانزیټي لویې لارې په مهمو او ستراتیژیکو سیمو کې موقعیت لري. دا لاره د پاکستان په سویل لوېدیځ کې د نظامي ځواکونو د انتقال، د امنیتي تجهیزاتو د لېږد او سوداګریزو چارو د ترانسپورټ لپاره یوه له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي.
لیکواله:سلیمه آریایي








