د بدخشان ولایت په ارګو ولسوالۍ کې د کوکنارو د کروندو د اړولو پر موضوع د طالبانو او ځايي اوسېدونکو ترمنځ سختې نښتې رامنځته شوي دي. راپورونه وایي، چې سیمه کې اعتراضونه دوام لري او وضعیت ورځ تر بلې ترینګلی کېږي.
د ځايي سرچینو په وینا، د طالبانو له لوري پر معترضینو د ډزو له امله د یوه ماشوم په ګډون درې کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي. بلخوا د بدخشان لپاره د طالبانو امنیه قوماندانۍ په خپره کړې اعلامیه کې د دوو کسانو د وژل کېدو پخلی کړی دی.
په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښيي، چې لسګونو قهرجنو خلکو د طالبانو پر ځینو مرکزونو یرغل کړی او په سیمه کې تاوتریخوالی لا هم نه دی کابو شوی. ځینې لاریون کوونکي وایي، پخوا چې طالبانو له کوکنارو مالي ګټه ترلاسه کوله، د دغو بوټو کرل روا ګڼل کېدل، خو اوس یې مخنیوی کوي.
سرچینې زیاتوي، چې د لاریونونو د پراخېدو له امله طالبانو د نورو ولایتونو څخه اضافي جنګیالي هم بدخشان ته استولي، څو وضعیت تر کنټرول لاندې راولي.
لیکوال:سعید سمیر








