TOOSnews
اعلان
پر خوست او کندهار د پاکستان د هوايي بریدونو دوام.
افغانستانټوس نیوز

پر خوست او کندهار د پاکستان د هوايي بریدونو دوام.

۲ تله ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

ځايي سرچینې وايي چې پاکستان د پنجشنبې په سهار، د میزان په ۲مه، شاوخوا د شپې ۳:۰۰ بجې د کندهار ښار پر ځینو برخو هوايي برید کړی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دې برید په تایید سره افغان رسنیو ته ویلي چې د برید هدف د کندهار ښار د نهمې ناحیې اړوند یوه دښته وه.

د مجاهد په وینا، په دغه برید کې د مرګ‌ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.

په همدې حال کې، د کندهار یو شمېر اوسېدونکو د دې ښار په ځینو برخو کې د څو پرله‌پسې چاودنو د اورېدو خبر ورکړی دی.

له بلې خوا، داسې راپورونه هم خپاره شوي چې د پکتیا په مرکز کې د طالبانو پر یوه پوځي اډه برید شوی او د خوست مرکز اړوند په صحرا باغ او کمپ سیمو کې هم بریدونه شوي دي. طالبانو تر اوسه د دغو راپورونو په اړه رسمي دریځ نه دی څرګند کړی.

دغه بریدونه درې ورځې وروسته له هغه ترسره کېږي چې پاکستان د کونړ او پکتیکا پر ولایتونو هوايي بریدونه وکړل. د طالبانو د مخکېني اعلان له مخې، په دغو بریدونو کې درې کسان، چې یوه ښځه هم پکې شامله وه، وژل شوي او څلور نور کسان، چې دوه ښځې پکې شاملې وې، ټپیان شوي دي.

پاکستان تر اوسه په افغانستان کې د وروستیو هوايي بریدونو په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.

لیکواله:رویا ستانکزی

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.