TOOSnews
اعلان
داوود ناجي: د ازادۍ جبهې كمانډو ځواكونه له طالبانو سره مخامخ جګړه كوي.
افغانستانټوس نیوز

داوود ناجي: د ازادۍ جبهې كمانډو ځواكونه له طالبانو سره مخامخ جګړه كوي.

۱۸ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان د ازادۍ جبهې د سیاسي کمېټې مشر، داوود ناجي، وايي چې د دې جبهې وسله‌وال په دوو بېلابېلو بڼو، مخامخ جګړو او چریکي عملیاتو، له طالبانو سره خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

ناجي په یوه اعلامیه کې ویلي، د ازادۍ جبهې کمانډو ځواکونه له طالب ځواکونو سره په مستقیمو او جبهه‌یي نښتو کې ښکېل دي، په داسې حال کې چې د دې جبهې چریکي واحدونه هم د پخوا په څېر خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي.

د هغه په وینا، د ازادۍ جبهې د ځواکونو مخامخ جګړو ته داخلېدل په دې معنا نه دي چې چریکي عملیات به ودرول شي؛ بلکې دواړه ډوله پوځي فعالیتونه به هم مهاله ترسره کېږي.

د ناجي دا څرګندونې په داسې مهال دي چې د ازادۍ جبهې په وروستیو اوونیو کې د طالبانو پر پوستو او پوځي تاسیساتو د یو شمېر بریدونو مسوولیت منلی او په بدخشان کې یې له طالب ځواکونو سره د نښتو خبر هم ورکړی دی.

طالبانو تر دې وړاندې په وار وار د وسله‌والو مخالفو ډلو د فعالیتونو له امله د خپل حاکمیت پر وړاندې د جدي ګواښ رامنځته کېدل رد کړي دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.