TOOSnews
اعلان
ډېویډ مک برايد له ٢٧ مياشتو بند وروسته په مشروط ډول خوشې شو.
افغانستانټوس نیوز

ډېویډ مک برايد له ٢٧ مياشتو بند وروسته په مشروط ډول خوشې شو.

۲۳ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د اسټرالیا پخوانی پوځي حقوق‌پوه او افشاگر ډېویډ مک‌براید، چې په افغانستان کې د اسټرالیایي ځواکونو د احتمالي جنګي جرمونو اړوند محرم اسناد یې رسنیو ته سپارلي وو، له ۲۷ میاشتو بند تېرولو وروسته د پنجشنبې په ورځ په مشروط ډول له زندانه خوشې شو.

مک‌براید په ۲۰۲۴ کال کې د دفاع وزارت د محرمو اسنادو د غلا او خبریالانو ته د سپارلو په تړاو په پنځه کاله او اته میاشتو بند محکوم شوی و. نوموړي د خپلې سزا د نه‌مشروطې خوشې کېدو ۲۷ میاشتې موده بشپړه کړې او اوس به د خپلې سزا پاتې درې کاله د ټولنې په دننه کې، د ځانګړو شرایطو او څارنې لاندې تېروي.

د مک‌براید افشا شویو اسنادو پر بنسټ د اسټرالیا د ABC شبکې «The Afghan Files» په نوم څېړنیز راپورونه خپاره کړل، چې په افغانستان کې د اسټرالیایي ځواکونو د احتمالي ناقانونه وژنو او نورو سرغړونو ادعاوې یې را برسېره کړې.

مک‌براید له خوشې کېدو وروسته اعلان وکړ چې د سږو په لومړني پړاو کې د درملنې وړ سرطان ورته تشخیص شوی او ټاکل شوې ده جراحي عملیات وکړي. هغه د خپلې کورنۍ او ملاتړو ترڅنګ د اسټرالیا د لویې څارنوالې میشل رولنډ څخه هم د مشروطې خوشې کېدو له امله مننه کړې ده.

د بشري حقونو، افشاګرۍ او روڼتیا یو شمېر فعالانو د هغه د خوشې کېدو هرکلی کړی او نوموړی یې د افغانستان د جګړې په اړه د مهمو معلوماتو په افشا کولو کې زړور افشاگر بللی دی.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.