د طالبانو د ښار او کور جوړونې ریاست اعلان کړی ده چې په ننګرهار ولایت کې ۱۲۳۷ د استوګنې د ځمکو نمرې بې ځایه شوو او بېرته راستنه شوو کورنیو ته توزیع شوي دي. د دې ادارې په وینا، دغه ځمکې د بهسود ولسوالۍ د خنکي ساحې په یوه رسمي غونډه کې وړ کورنیو ته ورکړل شوي دي.
ملا نجیبالله حیات حقاني، د دې ریاست سرپرست، د دې اقدام هدف د بېرته راستنو شویو کورنیو لپاره د دوامداره استوګنې او ابتدایي خدماتو ته د لاسرسي زمینې برابرول یاد کړي دي. هغه ټینګار کړی چې دا پروسه د هغو کورنیو وضعیت ته رسیدګي کولو په لاره کې ده چې د بېرته راستنېدو وروسته له سره د استوګنځي له ستونزو سره مخ دي.
په ورته وخت کې، ځینې څارونکي بنسټونه د ځمکو د توزیع پروسې په شفافیت باندې ټینګار کړی او د دې پروسې عادلانه توب د تضمین غوښتنه یې کړې ده. دغه بنسټونه همداراز د نوو جوړو شوو ښارګوټو لپاره د اساسي خدماتو د تأمینولو پر اهمیت ټینګار کوي.
د ښاري چارو متخصصین هم باور لري چې پایدار استوګنځي یوازې د ځمکې د توزیع له لارې نه شي رامنځته کېدی، بلکې د اوبو، برېښنا، ښوونځیو او صحي مرکزونو په شان زیربنایي خدمتونو برابرول د دې پروسې له اساسي اړخونو څخه دي. د هغوی په وینا، د دې طرحو بریالیتوب په دې پورې تړلی دی چې په پلي کولو کې څومره دې اړتیاوو ته پام وشي.
لیکواله:سلیمه آریایي








