TOOSnews
اعلان
په بدخشان کې د قوماندانانو د وفادارۍ د ساتلو لپاره نغدې پیسې وېشل شوی او د کانونو د برخې ژمنې ورکړل شوي دي.
افغانستانټوس نیوز

په بدخشان کې د قوماندانانو د وفادارۍ د ساتلو لپاره نغدې پیسې وېشل شوی او د کانونو د برخې ژمنې ورکړل شوي دي.

۸ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

هم‌مهاله له هغه سره چې د طالبانو ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی، په بدخشان کې ځايي سرچینې وايي چې د طالبانو د پوځ د لوی درستیز رییس فصیح‌الدین فطرت د دې لپاره چې محلي قوماندانان د جمعه‌خان فاتح له ډلې سره یوځای نه شي، د مالي او اقتصادي امتیازونو وړاندیزونه کړي دي.

د سرچینو په وینا، فصیح‌الدین پرون د بهارک ولسوالۍ په «دریا» رستورانت کې له یو شمېر محلي طالب قوماندانانو سره لیدنه او خبرې کړي دي.

سرچینې وايي چې په دې ناسته کې ګډونوالو ته نغدې پیسې وېشل شوي او ژمنه ورکړل شوې چې که د طالبانو له مشرتابه سره وفاداري وساتي، نو د کانونو له عوایدو څخه به هم برخه ترلاسه کړي.

د سرچینو په وینا، د دې لیدنې اصلي هدف دا و چې د بدخشاني قوماندانانو د جمعه‌خان فاتح، چې د طالبانو ناراضه قوماندان بلل کېږي، له ډلې سره د یوځای کېدو مخه ونیول شي. سرچینې ادعا کوي چې دا هڅې وروسته له هغه زیاتې شوې چې د جمعه‌خان فاتح اړوند ځواکونو په یو متقابل برید کې د طالبانو ځواکونه شاتګ ته اړ کړل.

سرچینې همدارنګه وايي چې فصیح‌الدین هڅه کوي مخکې له هر ډول پوځي اقدام څخه د محلي قوماندانانو وفاداري د طالبانو د مشرتابه پر وړاندې وساتي. د دوی په باور، که جمعه‌خان فاتح ونه شي کړای د خپل ملاتړ ساحه پراخه کړي، نو امکان لري چې د طالبانو مشرتابه د هغه پر ضد پراخ پوځي عملیات پیل کړي.

طالبانو تر اوسه پورې د دې ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی او دا معلومات په خپلواکه توګه نه شي تایید کېدای.

دا تحرکات په داسې حال کې ترسره کېږي چې جمعه‌خان فاتح، چې په زابل کې د طالبانو د والي پخوانی مرستیال او د دې ډلې له ناراضه قوماندانانو څخه دی، د تېرې شاوخوا یوې میاشتې راهیسې د بدخشان په درواز سیمو کې فعال حضور لري او څو ځله یې له طالب ځواکونو سره نښتې کړي دي.

سرچینې وايي چې سره له دې چې د طالبانو مشرتابه د دې کړکېچ د مهار لپاره د خبرو او امتیازاتو له لارې هڅې کوي، تاوتریخوالی لا هم روان دی او د دې ډلې د داخلي اختلافاتو د پای ته رسېدو راتلونکی لا هم مبهم ښکاري.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.