TOOSnews
اعلان
دوستم پر طالبانو د مالي او سیاسي فشارونو د زیاتېدو غوښتنه وکړه.
افغانستانټوس نیوز

دوستم پر طالبانو د مالي او سیاسي فشارونو د زیاتېدو غوښتنه وکړه.

۲۵ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان د ملي اسلامي غورځنګ ګوند مشر، مارشال عبدالرشید دوستم، د طالبانو واک ته د بېرته رسېدو د پنځمې کلیزې په مناسبت له ملګرو ملتونو او د افغانستان په قضیه کې له ښکېلو هېوادونو، په ځانګړي ډول له امریکا، غوښتي چې پر طالبانو مالي فشارونه او د هغوی د سیاسي انزوا هڅې زیاتې کړي او دې ډلې ته د مستقیمو مرستو ورکول ودروي.

ښاغلي دوستم په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دغه ډول فشارونو اعمالول کولی شي طالبان اړ کړي چې «ګډ ملي او نړیوال خبرو اترو» ته غاړه کېږدي. نوموړي همداراز «له طالباني ظلم او ستم څخه د پاک افغانستان» د جوړولو لپاره د یوه پلان د جوړېدو غوښتنه کړې چې د اساسي قانون پر بنسټ ولاړ وي.

د افغانستان د ملي اسلامي جنبش مشر ټینګار کړی چې په پای کې باید د یوه انتخابي حکومت په جوړېدو سره د افغانستان د خلکو د هغه څه څخه د ژغورنې زمینه برابره شي چې نوموړي «طالباني ظلم او وحشت، له نړۍ څخه وروسته پاتې کېدل، بېوزلي او بې ثباتي» بللي دي.

مارشال دوستم همداراز خبرداری ورکړی چې د طالبانو د واکمنۍ دوام د ګاونډیو هېوادونو او نړیوالې ټولنې په ګټه نه دی. هغه په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو د حضور په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې او ادعا یې کړې چې طالبانو په دغه هېواد کې د القاعدې په ګډون لسګونه ترهګرې وسله‌والې ډلې ځای پر ځای کړي دي.

هغه زیاته کړې چې په افغانستان کې دغو ډلو ته د روزنې او پوځي فعالیتونو د زمینې برابرول د سیمې او نړیوالې ټولنې لپاره یو ګواښ دی او که د مخنیوي لپاره یې اقدام ونه شي، سیمه ښايي له «یوه نه اټکل کېدونکي ناورین» سره مخ شي.

د افغانستان د ملي اسلامي غورځنګ مشر د طالبانو حکومت «نامشروع» بللی او ویلي یې دي چې دې ډلې په تېرو پنځو کلونو کې د هغو فرمانونو په صادرولو سره چې د نوموړي په باور «له انسانیت او اسلامیت څخه لرې» دي، د ښځو او د افغانستان د اتباعو حقونه نقض کړي دي.

ښاغلي دوستم د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز، د ښځو پر کار او فعالیت محدودیتونه، د ښځو او نجونو پر تګ راتګ محدودیتونه، د هغوی نیول او څارل، د پخوانیو سرتېرو وژنه او شکنجه، د رسنیو ځپل، مذهبي او قومي تبعیض، جبري بې‌ځایه کول او د خلکو د ځمکو او کورونو غصب د طالبانو د کړنو له بېلګو څخه یاد کړي دي.

هغه همداراز په عام محضر کې د وهلو او صحرایي اعدامونو یادونه د خپلو نورو نیوکو په توګه کړې او ویلي یې دي چې طالبان لا هم د ملګرو ملتونو او د نړۍ د یو شمېر هېوادونو له خوا «ترهګر» بلل کېږي او له کورني او نړیوال مشروعیت څخه برخمن نه دي.

مارشال دوستم زیاته کړې چې نړیوالې ټولنې څو ځله د طالبانو د کړنو په اړه خبرداری ورکړی، خو د نوموړي په وینا، دا ډله د خپل مشر له خبرو پرته د بل هېڅ بنسټ دریځ نه مني او خبرو اترو ته هم چمتو نه ده.

د افغانستان د ملي اسلامي غورځنګ مشر د خپلې اعلامیې په پای کې د افغانستان خلکو ته ویلي چې د یوه سیاسي حل د موندلو لپاره د ده او د همکارانو هڅې دوام لري او هیله یې څرګنده کړې چې دغه هڅې به مثبتې پایلې ولري.

هغه په پای کې ویلي: «له طالبانو وروسته به نوی افغانستان زموږ د ملت په برخه شي.»

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.