TOOSnews
اعلان
د عدليې پخوانى وزير ډاكټر عبدالبصير انور په تركيه كې ومرګړ.
افغانستانټوس نیوز

د عدليې پخوانى وزير ډاكټر عبدالبصير انور په تركيه كې ومرګړ.

۴ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د جمهوري نظام د عدلیې پخوانی وزیر او د اسلامي ګوند مخکښ غړی، ډاکټر عبدالبصیر انور د ترکیې په انقره ښار کې د ورپېښې ناروغۍ له امله له نړۍ سترګې پټې کړې.

عبدالبصیر انور په ۱۳۳۱ لمریز کال کې د پروان ولایت کې زېږېدلی و. نوموړي خپلې لومړنۍ زده کړې په کابل کې ترسره کړې او وروسته یې د کابل پوهنتون د طب له پوهنځي څخه لوړې زده کړې بشپړې کړې. هغه تر څنګ په پاکستان کې حقوقي زده کړې هم کړې وې.

انور د جمهوري نظام پر مهال د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د سلاکار په توګه دنده ترسره کړې او وروسته د عدلیې وزیر وټاکل شو. نوموړي د خپلې دندې پر مهال په حقوقي او عدلي چارو کې فعاله ونډه لرله.

هغه د ۲۰۲۱ کال له سیاسي بدلون وروسته ترکیې ته کډوال شو او هلته یې د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت عالي شورا په چوکاټ کې خپلو سیاسي فعالیتونو ته دوام ورکړ.

د راپورونو له مخې، ډاکټر عبدالبصیر انور د سې‌شنبې په ورځ د ورپېښې ناروغۍ له امله د ترکیې په پلازمېنه انقره کې ومړ.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.