د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د سختې ګرمۍ د څپې له امله، پولیسو د ویاړ کلنی لاریون او یو شمېر نورې عامه غونډې او مراسم لغوه یا ځنډولي دي. چارواکي وایي، دغه پرېکړه د خلکو د خوندیتوب په موخه شوې ده.
د پاریس د ویاړ کلنی لاریون، چې هر کال د جون میاشتې په وروستۍ اوونۍ کې ترسره کېږي او لسګونه زره کسان پکې ګډون کوي، سږ کال د شنبې له ورځې د سپټمبر میاشتې ته ځنډول شوی دی.
پولیسو همداراز د سولېډېز موسیقۍ کلنی جشن او د شارلېتي لوبغالي د منډو او ډګر سیالۍ هم لغوه کړې دي.
فرانسه او د اروپا یو شمېر نور هېوادونه دا مهال د سختې ګرمۍ له څپې سره مخ دي، چې له امله یې چارواکو د خلکو د خوندیتوب لپاره پر لویو غونډو او عامه مراسمو محدودیتونه لګولي او ځینې یې ځنډولي یا لغوه کړي دي.
لیکوال:سعید سمیر








