TOOSnews
اعلان
«ايلم نيوز» نوې جلاوطنه افغان رسنۍ خپل فعاليت پيلوي.
افغانستانټوس نیوز

«ايلم نيوز» نوې جلاوطنه افغان رسنۍ خپل فعاليت پيلوي.

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د «ایلم نیوز» په نوم یوې نوې افغان جلاوطنې رسنۍ د خپل فعالیت د پیل خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د کره، باوري او متوازنو معلوماتو خپرول، د بیان ازادۍ ملاتړ، د رسنیو د مسلکي اصولو ساتنه، د بشري حقونو درناوی او د عامه پوهاوي لوړول یې اساسي موخې دي.

د دغې رسنۍ په اعلامیه کې راغلي چې خبرونه، راپورونه او شننې به د ژورنالیستي معیارونو، حقیقت‌محورۍ او بې‌طرفۍ پر بنسټ چمتو او خپرېږي. د اعلامیې له مخې، ایلم نیوز به هڅه وکړي چې د افغانستان، سیمې او نړۍ مهمې پېښې او موضوعات له تعصب او جانبدارۍ پرته خپلو مخاطبینو ته ورسوي.

اعلامیه ټینګار کوي چې معلومات د روڼتیا، حساب ورکونې او ټولنیز پرمختګ مهم بنسټ دی، له همدې امله به د خلکو د غږ انعکاس او د عامه ګټو دفاع د خپلې رسنیزې تګلارې مهمه برخه وګرځوي.

د ایلم نیوز مسوولې، مینه خان دوران، ویلي چې د رسنۍ خپرونې اوس مهال په ازمایښتي پړاو کې روانې دي او ټاکل شوې چې رسمي نشرات یې په نږدې راتلونکي کې پیل شي.

د دې نوې رسنۍ د فعالیت اعلان په داسې وخت کې کېږي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د رسنیو پر فعالیتونو محدودیتونه زیات شوي او ګڼ شمېر خبریالان او رسنۍ له بېلابېلو فشارونو سره مخ دي. د نړیوالو بنسټونو د راپورونو له مخې، په دغه موده کې د بیان ازادي او مدني فضا هم د پام وړ محدوده شوې ده.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.