ایلان ماسک غواړي د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې د رایه ورکوونکو د ګډون د زیاتولو لپاره لګښت وکړي.
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، امریکايي میلیاردر ایلان ماسک د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د اړیکو له ښه کېدو وروسته غواړي لږ تر لږه ۱۰۰ میلیونه ډالر د دې هېواد په منځمهاله ټاکنو کې د رایه ورکوونکو د ګډون د زیاتولو لپاره ولګوي.
راپورونه وايي، د دې اقدام موخه د رایه ورکوونکو د ګډون زیاتول او د امریکا په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکو د اکثریت له ساتلو سره مرسته کول دي. خو د دې پروګرام کره جزیات او د یادې شوې بودجې د لګولو څرنګوالی لا تر اوسه په بشپړ ډول نه دي روښانه.
وال سټریټ ژورنال د جمعې په ورځ، د زمري ۲۳مه، راپور ورکړی چې ماسک او ټرمپ د خپلو اړیکو له ښه کېدو وروسته په منظم ډول له یو بل سره لیدنې او خبرې کوي.
د دې راپور له مخې، دغه دوه امریکايي څېرې شاوخوا په میاشت کې یو ځل د مصنوعي ځیرکتیا، چین او نړیوالو تحولاتو په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کوي.
دا راپور په داسې حال کې خپرېږي چې په تېرو میاشتو کې د ماسک او ټرمپ اړیکې له یو شمېر لوړو ژورو سره مخ وې، خو اوس داسې ښکاري چې د دوی ترمنځ اړیکې او تماسونه یو ځل بیا زیات شوي دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








