فیف پرو اروپا، د اروپا د فوټبال د لوبغاړو اتحادیې په رسمي ډول د فیفا د رئیس، جیاني اینفانټینو، له هغه وړاندیز سره مخالفت کړی چې له مخې یې د نړیوال جام او د فیفا د نورو سیالیو د سوداګریزو حقونو یوه برخه خصوصي پانګهوالو ته وسپارل شي. دې اتحادیې خبرداری ورکړی چې د دغه پلان پلي کېدل به د فوټبال د راتلونکي لپاره اوږدمهاله او نه جبرانېدونکې پایلې ولري.
فیفپرو اروپا په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا طرحه له کافي روڼتیا او د لوبغاړو او د هغوی د استازو له اغېزمنې مشورې پرته پر مخ وړل شوې ده. د اتحادیې په باور، داسې پراخه پرېکړه تر ټولو زیات د لوبغاړو پر مسلکي ژوند اغېز کوي، نو ځکه باید د پرېکړې په بهیر کې د هغوی نظرونه هم په پام کې ونیول شي.
په اعلامیه کې راغلي چې دغه پلان به د هغو سیالیو انګېزې او جوړښتونو، چې لوبغاړي پکې برخه اخلي، په بنسټیز او نه بدلېدونکي ډول بدل کړي. همدارنګه ټینګار شوی چې د فوټبال د مهمو شریکانو له ګډون او سلا مشورې پرته، د تړلو دروازو تر شا د داسې سترې پروژې پر مخ وړل د پرېکړو د بهیر په اړه جدي اندېښنې راولاړوي.
دې اتحادیې همداراز ټینګار کړی چې سوداګریزې ګټې باید د فوټبال پر اساسي ارزښتونو برلاسې نه شي. په اعلامیه کې ویل شوي چې د پانګهوالو نفوذ باید د لوبغاړو، مینهوالو او هغو نورو کسانو غږ ځایناستی نه شي، چې د فوټبال په وده او پیاوړتیا کې اساسي رول لري، او فیفپرو اروپا به د داسې ماډل ملاتړ ونه کړي.
فیفپرو اروپا خبرداری ورکړی چې لوبغاړي د فیفا د پرېکړو په جوړښت کې د رایې حق نه لري، خو د همدې پرېکړو اغېزې به د کلونو لپاره پر دوی پاتې شي. اتحادیې له فوټبالي ادارو وغوښتل چې د فوټبال د سلامتۍ، عدالت او خپلواکۍ د ساتنې او د دې لوبې د زیاتې سوداګریزې کېدو د مخنیوي لپاره لا ډېره همکاري او همغږي وکړي.
سره له دې، د اروپا ټول فوټبال فدراسیونونه د دې طرحې په اړه یو شان نظر نه لري. د چک جمهوریت د فوټبال فدراسیون رئیس، داوېډ تروندا، د جیاني اینفانټینو له وړاندیز څخه ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې د دې پلان عملي کېدل به غړو فدراسیونونو ته ډېرې مالي سرچینې برابرې کړي.
د فیفا د وړاندیز له مخې، په راتلونکې دوره کې هر غړي فدراسیون ته مالي مرستې ښايي تر ۴۰ میلیونه ډالرو پورې لوړې شي. همدې موضوع ځینې هېوادونه دې ته هڅولي چې له دې طرحې ملاتړ وکړي او دا د خپلو فوټبال فدراسیونونو د مالي سرچینو د پیاوړتیا لپاره یو ښه فرصت وبولي.
لیکواله:سلیمه آریایي








