نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د افغانستان د ښځینه کرکټ ملي لوبډلې جلاوطنه غړو له د کرکټ نړیوالې شورا څخه غوښتنه کړې چې دوی د یوې رسمي ملي لوبډلې په توګه په رسمیت وپېژني.
دغو لوبغاړو ویلي چې د موجوده وضعیت له امله نه شي کولی د خپل هېواد په استازیتوب په رسمي سیالیو کې برخه واخلي، نو له همدې امله غواړي چې د کرکټ نړیوالې شورا تر چتر لاندې یوه منل شوې لوبډله ولري.
تر اوسه د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د دې غوښتنې په اړه رسمي پرېکړه نه ده اعلان شوې، خو موضوع د نړیوالو سپورټي بحثونو برخه ګرځېدلې ده.
لیکوال:سعید سمیر








