TOOSnews
اعلان
فارس اژانس: ايران له امريكا سره د خبرو لپاره پنځه شرطونه ټاكلي.
نړۍټوس نیوز

فارس اژانس: ايران له امريكا سره د خبرو لپاره پنځه شرطونه ټاكلي.

۲۳ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د سپاه پاسداران اړوند فارس خبري اژانس د یوې باخبره سرچینې له قوله راپور ورکړی، چې د ایران اسلامي جمهوریت به له امریکا سره د مذاکراتو دویم پړاو ته د «پنځو باور جوړونکو شرطونو» تر پوره کېدو مخکې داخل نه‌ شي.

د راپور له مخې، تهران ټینګار کړی چې واشنګټن باید د باور جوړونې لپاره عملي ګامونه واخلي، څو د خبرو راتلونکی پړاو پیل شي. سرچینې ویلي، ایران د تېرو تجربو له امله د امریکا پر ژمنو بې‌ باوره شوی او له همدې امله غواړي چې له نوو مذاکراتو مخکې مشخص ضمانتونه ترلاسه کړي.

فارس خبري اژانس د دغو پنځو شرطونو بشپړ جزییات نه دي خپاره کړي، خو ویلي یې دي چې دا شرطونه د دواړو لورو ترمنځ د اعتماد رامنځته کولو لپاره مهم بلل کېږي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.