فوزیه کوفي، د ښځو د حقونو فعاله او د افغانستان د پارلمان پخوانۍ استازې، د هرات له خلکو غوښتي چې د هغه څه پر وړاندې مدني نافرماني وکړي چې هغې د «طالبانو ځپنه» بللې ده. هغه ادعا کوي چې طالبانو په تېرو دوو ورځو کې په هرات ولایت کې ۶۰ ښځې د هغه څه له امله نیولې دي چې دغه ډله یې «ناسم حجاب» بولي.
اغلې کوفي په اېکس کې په یوه پیغام کې لیکلي چې د «ښځو بېپایه رنځ» او د «د هغوی پر ضد د طالبانو روانه جګړه» لا هم دوام لري. هغې دا پېښه په افغانستان کې پر ښځو د لګول شویو محدودیتونو یوه بېلګه بللې ده.
د فوزیې کوفي په وینا، طالبانو د دغو ښځو د نیولو دلیل «ناسم حجاب» ښودلی دی. تر اوسه د طالبانو چارواکو د دې ادعا په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
د افغانستان د پارلمان پخوانۍ استازې همدارنګه د هېواد اوسني وضعیت ته په اشارې سره په کنایي ډول لیکلي: «هغه مېږی چې مرګ یې راشي، وزرونه کوي.» هغې دا جمله د طالبانو د کړنو په تړاو کارولې ده.
فوزیې کوفي په پای کې هیله څرګنده کړې چې د هرات خلک د هغه څه پر وړاندې غبرګون وښيي چې هغه یې ځپنه او زیاتېدونکي محدودیتونه بولي، او د دغو اقداماتو پر وړاندې چوپ پاتې نه شي.
لیکواله:سلیمه آریایي








