TOOSnews
اعلان
د ایرلنډ د پلازمېنې د ډوبلین ښار په یوه اسلامي مرکز کې اورلګېدنه رامنځته شوې.
نړۍټوس نیوز

د ایرلنډ د پلازمېنې د ډوبلین ښار په یوه اسلامي مرکز کې اورلګېدنه رامنځته شوې.

۱۰ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

په ایرلنډ کې د پلازمېنې ډوبلین د ټالبوټ سړک پر یوه اسلامي مرکز د اورلګېدنې پېښه د دغه هېواد د پولیسو له خوا تر څېړنې لاندې ده. امنیتي چارواکو ویلي چې دا پېښه د «قصدي اورلګونې له لارې د شتمنۍ د زیانمنولو» په توګه څېړل کېږي او په تړاو یې یو تن نیول شوی دی.

د ایرلنډ د ملي پولیسو د معلوماتو له مخې، اور د اسلامي مرکز د ودانۍ دننه لګېدلی و. د اور وژنې ډلې د راپور تر ترلاسه کولو وروسته سیمې ته ورسېدې، اور یې مهار کړ او ټوله ودانۍ یې تخلیه کړه، چې له امله یې د اور د لا پراخېدو مخه ونیول شوه.

د لومړنیو راپورونو له مخې،دې پېښې مرګ ژوبله نده اړولې او نه هم څوک پکې ټپي شوي دي. خو ودانۍ ته د اوښتو مالي زیانونو ارزونه لا هم روانه ده.

پولیسو تایید کړې چې د دې پېښې په تړاو یو سړی نیول شوی او دا مهال په توقیف کې دی.د هغه هویت، عمر ښودل سوی خو د اورلګېدنې احتمالي انګېزه تر اوسه د مسؤلو چارواکو له خوا نه ده څرګنده شوې.

امنیتي چارواکو ټینګار کړی چې د اورلګېدنې د دقیق علت د معلومولو لپاره څېړنې دوام لري او تر اوسه د دې پېښې د انګېزې په اړه کومه وروستۍ پایله نه ده ترلاسه شوې. د هغوی په وینا، ټول احتمالي اړخونه، د قصدي اورلګونې احتمال په ګډون، تر څېړنې لاندې دي.

دې پېښې د ډوبلین د مسلمانانو په ټولنه کې هم غبرګونونه راپارولي دي. د ټولنې ځینو غړو له مسؤلو چارواکو غوښتي چې د څېړنو بهیر دې په بشپړ ډول روڼ وساتي او کره معلومات دې له خلکو سره شریک کړي.

د ایرلنډ پولیسو ویلي چې د څېړنو له بشپړېدو سره به د دې دوسیې په اړه نور جزئیات هم خپاره کړي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.