د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي چې د کابل ښار په منډوي کې تېرې شپې اورلګېدنه د برېښنا د سرکټ له امله رامنځته شوې او په پایله کې یې اته دوکانونه سوځېدلي دي.
قانع په ایکس کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دا پېښه د دوشنبې په ماښام (د چنګاښ لومړۍ) د کابل ښار د لومړۍ ناحیې په منډوي بازار کې په «زرداد» مارکېټ کې رامنځته شوې.
هغه زیاته کړې چې په دې مارکېټ کې له ۵۰۰ څخه ډېر دوکانونه او ګودامونه شتون لري، چې ۲۰۵ دوکانونه او ۳۰۰ ګودامونه پکې شامل دي.
د هغه په وینا، په دې اورلګېدنه کې اته دوکانونه سوځېدلي، خو ۴۹۷ نور دوکانونه او ګودامونه د اور وژنې د ټیم د چټک غبرګون له امله نه دي زیانمن شوي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي چې دې پېښې شاوخوا اته میلیونه افغانۍ مالي زیان اړولی، خو د شاوخوا ۴۸۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د سوداګرو او دوکاندارانو توکي له اوره ژغورل شوي دي.
د اورلګېدنې اصلي لامل «د برېښنا سرکټ» بلل شوی دی.
د کابل منډوي بازار چې د ښار له تر ټولو بوختو بازارونو او د عمدهفروشي له مهمو مرکزونو څخه ګڼل کېږي، تر دې وړاندې هم څو ځله د برېښنا د سرکټ له امله د اورلګېدنو شاهد پاتې شوی دی.
په وروستي ځل، د تېر هجري لمریز کال د لېندۍ په میاشت کې د «میرعلم بوټ پلورنې سرای» د برېښنا د سرکټ له امله اور واخیست چې په پایله کې یې اته دوکانونه او لس ګودامونه وسوځېدل او شاوخوا ۷۰۰ زره امریکایي ډالره زیان اړولی وو.
د کابل د منډوي بازار کسبهکاران د اورلګېدنو د تکرار اصلي لامل د برېښنا بېنظمۍ او د مارکېټونو د برېښنايي سیستم غیرمعیاري او زړېدل بولي او دا یې د خپلو پانګو لپاره جدي ګواښ ګڼلی.
لیکواله:سلیمه آریایي








