TOOSnews
اعلان
د طالبانو د واکمنۍ پنځه کاله؛ خلیلزاد د پرمختګ خبره کوي، خو د ملګرو ملتونو راپورونه د بشري حقونو له دوامدار بحران څخه خبرداری ورکوي.
افغانستانټوس نیوز

د طالبانو د واکمنۍ پنځه کاله؛ خلیلزاد د پرمختګ خبره کوي، خو د ملګرو ملتونو راپورونه د بشري حقونو له دوامدار بحران څخه خبرداری ورکوي.

۲۵ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیزاد، ویلي چې په تېرو پنځو کلونو کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د افغانستان وضعیت په ځینو برخو کې تر هغه څه ښه پاتې شوی چې د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې یې اټکل کېده.

خلیل‌زاد د جمعې په ورځ، د زمري په ۲۳مه، د متحده عربي اماراتو له «نشنل نیوز» ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل چې د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې داسې اندېښنې موجودې وې چې په افغانستان کې به ترهګریز ګواښونه زیات شي، امنیتي وضعیت به خراب شي او د بهرنیو مرستو د یوې لویې برخې له پرې کېدو وروسته به اقتصاد له سقوط سره مخ شي.

هغه زیاته کړه چې طالبانو په ځینو برخو کې، لکه د زېربناوو پراختیا، د کرنې ملاتړ او د سیمه‌ییزو دیپلوماټیکو اړیکو پراختیا، په ځانګړي ډول له منځنۍ اسیا له هېوادونو او ازبکستان سره، تر تمې ښه فعالیت کړی دی.

خو خلیل‌زاد په خپله ارزونه کې د افغانستان ځینو مهمو ننګونو ته هم اشاره کړې ده؛ له دې ډلې د ترهګرۍ ګواښونه، د ښځو وضعیت، د نجونو پر زده‌کړو د محدودیتونو دوام او د هېواد د سیاسي راتلونکي لپاره د روښانه نقشې نشتوالی دي.

په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو سازمان او د بشري حقونو د بنسټونو راپورونه د افغانستان د وضعیت پراخه انځور وړاندې کوي. په دغو راپورونو کې د خپل‌سرو نیونو، له محکمې پرته د وژنو، شکنجې او ناوړه چلند، د بیان او رسنیو د ازادۍ د محدودیتونو او پر مدني فعالانو د فشارونو یادونه شوې ده.

یوناما په خپل تازه دوره‌یي راپور کې، چې د افغانستان د بشري حقونو وضعیت د ۱۴۰۵ کال له وري تر غبرګولي پورې رانغاړي، لږ تر لږه ۳۸۹ مورده د خپل‌سرو نیونو او توقیفونو او ۶۵ مورده له ښځو او نارینه‌وو سره د ناوړه چلند ثبت کړي دي.

د یونسکو د هغه راپور له مخې چې د پنجشنبې په ورځ، د زمري په ۲۲مه، خپور شو، په ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۲.۴ میلیونه نجونې له منځنیو زده‌کړو څخه محرومې دي او زرګونو نورو نجونو هم د لوړو زده‌کړو د دوام فرصت له لاسه ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو تازه معلومات ښيي چې د افغانستان ۹۳ سلنه ښځې په کار بوختې نه دي او له نیمایي څخه ډېرو هغو ښځو چې سروې ورڅخه شوې، ویلي چې په میاشت کې یوازې یو یا دوه ځله له کوره بهر وځي.

د افغانستان ښځې لا هم د جامو، تګ راتګ او په عامه ځایونو کې د حضور په برخو کې له محدودیتونو سره مخ دي. په ځینو مواردو کې هغه ښځې هم نیول شوي دي چې د جامو اړوند مقررات یې نه وي مراعات کړي.

قومي او مذهبي لږکي، د هزاره‌ګانو او شیعه‌ګانو په ګډون، هم له تبعیض او محدودیتونو سره مخ دي. د ملګرو ملتونو په راپورونو کې همداراز د بېلابېلو جنسي تمایلاتو او جنسیتي هویتونو لرونکو کسانو د نیولو، ناوړه چلند او تاوتریخوالي یادونه شوې ده.

پر رسنیو، خبریالانو او مدني فعالانو محدودیتونه هم په تېرو کلونو کې زیات شوي دي. د رسنیو د ملاتړ بنسټونه وايي چې په افغانستان کې د معلوماتو او خبر رسونې فضا په جدي ډول محدوده شوې او خبریالان او رسنۍ له پراخو فشارونو سره مخ دي.

سره له دې چې خلیل‌زاد د ځینو اقتصادي برخو په اړه مثبته ارزونه کړې، افغانستان لا هم له پراخې بېوزلۍ، بېکارۍ او بشري مرستو ته له شدیدې اړتیا سره مخ دی؛ هغه وضعیت چې د بهرنیو مرستو له کمېدو سره د خلکو پر ورځني ژوند لا زیات فشار راوستی دی.

د خلیل‌زاد ارزونه د افغانستان د خلکو د عمومي نظر انعکاس نه شي ګڼل کېدای. هغه په خپله مرکه کې د پراخې جګړې پر کمېدو او د زېربناوو، کرنې او سیمه‌ییزو اړیکو په برخو کې پر ځینو پرمختګونو ټینګار کړی؛ په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو او بشري حقونو د بنسټونو راپورونه پر ښځو د پراخو محدودیتونو، د مدني آزادیو پر ځپلو، د بشري حقونو پر سرغړونو، اقتصادي ستونزو او د ځینو امنیتي ګواښونو پر دوام ټینګار کوي.

په ټوله کې، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان وضعیت څو اړخیز انځور لري؛ له یوې خوا د پراخې جګړې کمېدل او په اقتصادي، زېربنايي او دیپلوماټیکو برخو کې د ځینو فعالیتونو راپورونه ورکړل شوي، او له بلې خوا ټولنیز او سیاسي محدودیتونه، د بشري حقونو کړکېچ، له زده‌کړو څخه د نجونو محرومیت او اقتصادي ستونزې لا هم د دغه هېواد له مهمو ننګونو څخه دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.