د ملګرو ملتونو سازمان کې،د افغانستان پخوانی استازی،محمود صیقل،وايي چې د طالبانو تر ادارې لاندې د دولتدارۍ د مشروعیت او د قانون د حاکمیت نشتوالی افغانستان د بهرنیو مداخلو پر وړاندې زیانمن کړی دی.
هغه د طالبانو له مخالفانو غوښتنه کړې چې د روانو کړکېچونو او د پاکستان د بریدونو پر وړاندې د اغېزمنې مقابلې لپاره خپل اختلافات شاته پرېږدي او پر یوه ګډه ستراتیژۍ هوکړه وکړي.
د دغه پخواني دیپلوماټ په وینا، د پاکستان د بریدونو اغېزمن ځواب د داخلي اختلافاتو په حل، د یوه ګډ لیدلوري په رامنځته کېدو، د یوې واحدې ستراتیژۍ په جوړولو او د طالبانو د مخالفانو ترمنځ د یوه بدیل سیاسي جوړښت په رامنځته کولو پورې تړلی دی.
محمود صیقل همدارنګه ټینګار کړی چې هېڅ بهرنی کړکېچ نشي کولای طالبانو ته مشروعیت ورکړي. هغه د پاکستان پر افغان خاورې بریدونو خواشیني څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده چې د دغو بریدونو غندنه تر اوسه یوازې د څرګندونو تر کچې پاتې شوې او عملي او د مخنیوي اقدام ته نه ده رسېدلې.
لیکواله:سلیمه آریایي








