TOOSnews
اعلان
د یوناما پخوانۍ غړې:افغانې نجونې د نړیوالو د ناکامو سیاستونو بیه ورکوي.
افغانستانټوس نیوز

د یوناما پخوانۍ غړې:افغانې نجونې د نړیوالو د ناکامو سیاستونو بیه ورکوي.

۸ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

لیکواله:سلیمه آریایي

د بشري حقونو پخوانۍ رییسه نورا نایلنډ وایي چې د طالبانو د واکمنۍ د بیا پیل وروسته، د نړیوالې ټولنې تګلارې زیاتره د فشار او اقتصادي مجازاتونو په لور متمرکزې شوي دي. د هغې په وینا، ښځې او نجونې د دې تګلارو د پایلو څخه تر ټولو زیاتې زیانمنې شوي دي.

نورا نایلنډ، چې د بشري حقونو او بشردوستانه مرستو په برخه کې نړیواله څېره ده، په یوه مقاله کې چې د “سوئیس‌اینفو” په رسنۍ کې خپره شوې، د فشار پر بنسټ تګلارو او د نړیوالو مرستو د بندولو اغېزې پر افغانستان کې د فقر زیاتوالی تحلیل کړی دی.

هغې په دې مقاله کې ویلي چې نړیواله ټولنه له یوې خوا د طالبانو سره محدود تعامل لري، خو له بلې خوا د پراخو اقتصادي محدودیتونو په لګولو سره، عملاً د افغانستان خلکو باندي فشارونه راوستي دي؛ داسې وضعیت چې د هغې په وینا “د اقتصادي فشار یو ډول ټولیز اړخ” بلل کيږي.

په راپور کې ویل شوي چې د افغانستان د زرګونو میلیونو ډالرو ذخایر بندول او پر مرکزي بانک د سختو بندیزونو لګول، د هېواد اقتصادي جوړښت ته جدي زیان رسولی دی. دا وضعیت د مالي نظام د ګډوډۍ،، د ملي پیسو ارزښت کمېدو او د اقتصادي بې‌ثباتۍ لامل شوی دی.

د دې شننو له مخې، د مرکزي بانک ناتواني د نغدو پیسو مدیریت او د انفلاسیون په کنټرول کې، سوداګرۍ ته زیان رسولی، بې‌کارۍ زیاتې شوي او د خلکو د خوړو وړتیا کمه شوې ده. دې شرایطو ته یې د “مصنوعي فقر” نوم ورکړی، چې یوازې د جګړې پایله نه ده، بلکې د سیاسي او اقتصادي پریکړو اغیزې هم پکې شته.

نورا نایلنډ ټینګار کوي چې دا تګلارې په مستقیم ډول د زیانمنو خلکو ژوند په اثر کړی دی. په راپور کې راغلي چې د تېر یوه کال په ترڅ کې د ۴۲۰ څخه زیات روغتیايي مرکزونه تړل شوي، چې میلیونونو کسانو ته د درملنې لاسرسی محدود شوی او د مېرمنو او ماشومانو د مړینې کچه لوړه شوې ده.

د دې په ترڅ کې ویل شوي چې د طالبانو د کورني محدودیتونو سربېره، د ښځو پر زده‌کړه، کار او ټولنیز حضور باندې د نړیوالو اقتصادي فشارونو هم د ښځو وضعیت لا نور خراب کړی دی. دا دواړه عوامل په ګډه د ښځو محرومیت او ټولنې ته د هغوی د زیات انحصار زمینه برابره کړې ده.

د ملګرو ملتونو راپورونو پر بنسټ، شاوخوا ۹۰ سلنه کورنۍ، چې په کې د ښځو تر سرپرستۍ لاندې کورنۍ هم شاملې دي، چې د ژوند لپاره یې زیانمنو لارو ته لاس اچولي دي. همدارنګه د میلیونونو افغان کډوالو د جبري بیرته ستنیدو له امله د پیسو لېږد هم کم شوی او اقتصادي بحران لا هم ډېر شوی دی.

نورا نایلنډ خبرداری ورکړی چې د بشردوستانه مرستو کموالی او د اقتصادي فشارونو دوام کولی شي د افغانستان وضعیت لا نور هم خراب کړي او د زیانمنو طبقو، په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو، د زیان وړتیا زیاته کړي.

د هغې په باور، دغه تګلارې نه یوازې د طالبانو په چلند کې بدلون نه دی راوستی، بلکه عملاً د افغانستان خلکو ته فقر، محرومیت او د بې‌ځایه کیدو لامل شوی دی.

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.