TOOSnews
اعلان
په لوګر ولایت کې د یوې کورنۍ څلور غړي  په یوه مرموزه پېښه کې وژل شوي دي.
افغانستانټوس نیوز

په لوګر ولایت کې د یوې کورنۍ څلور غړي په یوه مرموزه پېښه کې وژل شوي دي.

۷ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

لیکواله:سلیمه آریایي

ځايي سرچینې په لوګر ولایت کې وایي چې په یوه مرموزه پېښه کې د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي دي. دغه پېښه تېر ماښام د «فیضی کلا» سیمه کې، چې د حصارک کلی سره نږدې ده، د لوګر ولایت مرکز ته څېرمه رامنځته شوې ده.

د سرچینو په وینا،نقاب‌ لرونکي وسله والو د دې کورنۍ په کور ننوتلي او موسی، د هغه ښځه او دوه کوچني زامن یې د ډزو هدف ګرځولي دي. برید کوونکي وروسته له برید څخه له سیمې تښتېدلي دي.

د طالبانو امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته سهار وختي رسېدلي او پلټنې یې پیل کړي. تر اوسه پورې د دې وژنې عاملان نه دي پیژندل شوي.

د سرچینو په وینا، د دې پېښې لامل لا تر اوسه روښانه نه ده او هیڅ شخص یا ډلې هم د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی.

د دې ډول پېښو زیاتوالي په تېرو میاشتو کې د سیمه‌ییزو اوسېدونکو اندېښنې راپورته کړیي دي. هغوی د امنیت ټینګښت او د چارواکو د ځواب غوښتنې غوښتنه کړې ده.

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.