د افغانستان د ۱۷ کلونو لاندې فوټسال ټیم ځلېدل او په ۲۰۲۵ د ځوانانو د آسیایي لوبو کې د دې ټیم اتلوالي د نړیوالو رسنیو پراخ پام ځان ته را اړولی دی. د نړۍ یو شمېر مشهورو رسنیو دې بریا ته اشاره کړې او افغان لوبغاړي یې د «ناڅاپي اتلانو» په توګه یاد کړي دي. دا لاسته راوړنه د سیمې د مهمو ورزشي پېښو په توګه یاده شوې ده.
د نیویارک ټایمز په یوه تحلیلي راپور کې په افغانستان کې د فوټسال ټولنیز رول ته اشاره شوې او دغه ټیم د ټولنې د هیلو یوه نښه بلل شوې. په دې راپور کې د ۱۷ کلن علیرضا احمدي یادونه شوې چې د خپلو همکارو لوبغاړو سره یو ځای د الهام بښونکو شخصیتونو په توګه پېژندل شوي دي. د دغو لوبغاړو یوه لویه برخه د هزاره ټولنې څخه ده.
علیرضا احمدي چې په کابل کې فعالیت کوي، په یوه مهمه سیالۍ کې د ایران د ټیم پر ضد د بریا ګول وهلو سره د خپل ټیم په اتلوالۍ کې مهم رول ولوباوه. دا بریا په بحرین کې د ځوانانو د آسیایي لوبو کې د افغانستان لومړۍ اتلوالي ګڼل کیږي. دې پایلې په هېواد کې پراخ غبرګونونه راوپارولي دي.
د دې بریالیتوب وروسته، زرګونو افغانانو په بېلابېلو ښارونو کې د لوبغاړو هرکلی وکړ. په هرات ښار کې هم د دې اتلوالۍ د جشن لپاره پراخې غونډې جوړې شوې او ټولنیزه فضا د خوښۍ رنګ او بوی واخیست. دغه هرکلی په داسې حال کې ترسره شو چې په هېواد کې ټولنیز محدودیتونه موجود وو.
په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې فوټسال د پام وړ پرمختګ کړی او د دې رشتې د ځالونو او مینهوالو شمېر زیات شوی دی. د کریکټ ترڅنګ، فوټسال هم په ښارونو کې د محبوبو سپورتونو څخه ګرځېدلی دی. علیرضا احمدي په دې ترڅ کې د خپلو ورزشي اهدافو ترڅنګ د طب په برخه کې د زدهکړو دوام هم په پام کې لري او د راتلونکو سیالیو لپاره چمتو کېږي.
لیکواله:سلیمه آریایي








