د جرمني د کورنیو چارو فدرال وزارت وايي، ۲۲ افغانان یې چې په دغه هېواد کې په جنايي جرمونو کې ښکېل بلل شوي، د یوې ځانګړې چارټر الوتنې له لارې کابل ته استولي دي.
د وزارت په وینا، د دغو کسانو د اخراج بهیر په «بریالیتوب سره» بشپړ شوی او له دې سره د جرمني د اوسني حکومت د دورې له پیل راهیسې افغانستان ته د اخراج شویو افغانانو شمېر ۲۵۰ کسانو ته رسېدلی دی.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت د یوې ویاندې په وینا، په دې الوتنه کې پر اخراج شویو کسانو د قتل، د وژنې د هڅې، غلا، مسلکي غلا، له تاوتریخوالي سره د باج اخیستنې، خطرناک فزیکي برید او درنې اورلګېدنې په څېر د بېلابېلو جرمونو تورونه وو.
د جرمني حکومت د روان کال په جون میاشت کې اعلان کړی و چې غواړي افغانستان ته د هغو افغانانو د اخراج بهیر پراخ کړي چې په جرمني کې یې جرمونه کړي دي. د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت هغه مهال ویلي وو چې د اړتیا په صورت کې به په میاشت کې تر درېیو چارټر الوتنو پورې ترسره شي.
د دې بهیر د اسانتیا لپاره جرمني په دې وروستیو کې د طالبانو یو شمېر دیپلوماټان هم منلي دي؛ څلور طالب دیپلوماټان په دې وروستیو کې برلین ته رسېدلي دي.
لیکوال:سعید سمیر








