د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني د پاکستان لهخوا د افغانستان پر پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو د پرلهپسې هوايي بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې دا بریدونه یوازې یوه امنیتي پېښه نه، بلکې د افغانستان د اوسني وضعیت، ملي دریځ او راتلونکي په اړه د ژور فکر، ملي حساب او صادقانه ارزونې جدي ملي بلنه ده.
غني ویلي: «زه چمتو یم چې د یوې افغاني ملي اجماع په جوړولو، له نړۍ سره په بېرته نښلېدو او وصل کېدو کې خپله ونډه له هېڅ ډول امتیاز غوښتنې پرته ادا کړم.»
د یادونې وړ ده چې پاکستان تېره شپه د افغانستان پر پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو خونړي هوايي بریدونه وکړل. د راپورونو له مخې، تر ټولو ډېره ملکي مرګژوبله د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ په مندخېلو سیمه کې اوښتې ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) هم په رسمي توګه تایید کړې، چې د دغو هوايي بریدونو له امله لږ تر لږه ۲۸ ملکي وګړي شهیدان شوي او ۴۹ نور سخت ژوبل شوي دي.
لیکوال:سعید سمیر








