د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار زوی، حبیب الرحمن حکمتیار پر طالبانو سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي چې د افغان کډوالو د اوسني کړکېچ پر وړاندې د طالبانو دریځ بې پروا او غیر انساني بڼه خپله کړې ده.
هغه په یوه بیان کې ویلي، پخوا یې له طالبانو سره په پاکستان کې د افغان مهاجرینو ګډه شورا لرله او په هغو ناستو کې به تل دا خبره کېده چې افغانان حتی خپل مړي هم بېرته هېواد ته انتقالوي او نه غواړي په پردي وطن کې پاتې شي.
د نوموړي په وینا، د افغان کډوالو ایستل باید په تدریجي، منظم او انساني ډول ترسره شوي وای، څو خلک وکولای شي په عزت او ارامۍ خپل هېواد ته ستانه شي. هغه زیاته کړې چې دواړو حکومتونو باید له مخکې لازم تدابیر نیولي وای، خو دا کار ونه شو.
حبیب الرحمن حکمتیار ویلي، طالبانو به پخوا هم د مهاجرینو د ستونزو په تړاو خپل دلایل وړاندې کول، خو د دوی خبرې د بېوزلو کډوالو له دردونو او واقعي ستونزو سره سمون نه درلود.
هغه پر ځینو طالب چارواکو نیوکه کړې چې مهاجرینو ته یې په سپکه لهجه ویلي: «هلته څه بد کوئ؟» نوموړي د دې خبرې په غبرګون کې ویلي: «تاسو خپله دېرش کاله هلته څه کول؟ مهاجرین خو یوازې د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو لپاره هلته اوسېږي.»
د هغه په خبره، اوس زرګونه افغان کورنۍ په تورخم کې له ښځو، ماشومانو او سپینږیرو سره د سړکونو پر غاړه شپې ورځې تېروي او د اوښتو لپاره اوږده انتظارونه باسي.
حبیب الرحمن حکمتیار د دې وضعیت اصلي لامل د طالبانو کمزورې ډیپلوماسي، ناسمه پالیسي او کمزورې بهرنۍ اړیکې بللې دي. د هغه په وینا، د طالبانو د سیاستونو له امله پر افغانانو د ګڼو هېوادونو ویزې محدودې شوې او ډېر ناروغان د درملنې لپاره بهر ته د تګ فرصت نه لري.
لیکوال:سعید سمیر








