د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار زوی، حبیب حکمتیار خبرداری ورکړی چې په سیاسي ډګر کې د ماتې خوړلي لوري سپکاوی او نه زغمل، د شخړو د دوام اصلي لامل ګرځي.
هغه ویلي، که چیرې یو لوری خپلو سیالانو ته د تحقیر احساس ورکړي او د هغوی عزت ته درناوی ونه کړي، نو مقابل اړخ ځان اړ باسي چې د جګړې لاره خپله کړي.
د ده په وینا، په نورو هېوادونو کې بېلابېل سیاسي او مذهبي جریانونه سره ګډ کار کوي او د ټولو حقوق خوندي وي، خو په افغانستان کې برعکس، د ستونزو د حل پر ځای ژر تاوتریخوالي ته مخه کېږي.
حبیب حکمتیار ټینګار کوي، تر هغه چې افغانان یو بل ونه مني او سیاسي زغم پیاوړی نه شي، د تلپاتې سولې او ثبات هیله ناشونې ده، ځکه منزوي شوی لوری د بقا لپاره هرې لارې ته مخه کوي.
لیکوال:سعید سمیر








