حماس اعلان کړی چې خلیل الحیه یې د خپلې ډلې د نوي عمومي مشر په توګه ټاکلی دی. نوموړی د یحیی سنوار ځای ناستی شوی او تر دې وړاندې یې په بهر کې د حماس د سیاسي دفتر د مشر او د اوربند د خبرو د مخکښ مرکچي په توګه دنده ترسره کوله.
د حماس له خوا د دوشنبې په ورځ په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې خلیل الحیه به له دې وروسته د دې ډلې مشري پر غاړه ولري. هغه دا مهال په قطر کې مېشت دی او د حماس د سیاسي فعالیتونو له مهمو څېرو څخه ګڼل کېږي.
اسراییلي چارواکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، الحیه په ۲۰۲۵ کال کې په دوحه کې د اسراییل د یوه برید هدف ګرځېدلی و، خو له برید څخه روغ وتلی و.
د سیاسي چارو شنونکي باور لري چې د خلیل الحیه ټاکل کېدل ښايي د بېوسلې کېدو د غوښتنو په اړه د حماس دریځ لا سخت کړي، ځکه نوموړی د مشرتابه د بل نوماند خالد مشعل په پرتله سختدریځی بلل کېږي.
خلیل الحیه د ۲۰۲۴ کال په جولای کې د اسماعیل هنیه او د هماغه کال په اکتوبر کې د یحیی سنوار له وژل کېدو وروسته د حماس په مشرتابه کې د یوې مهمې او اغېزناکې څېرې په توګه راڅرګند شوی و.
لیکوال:سعید سمیر








