د افغانستان پخواني ولسمشر، حامد کرزي، افغانه بایسکل ځغلونکې فریبا هاشمي ته د اسیايي سیالیو په ترڅ کې د سپینو زرو د مډال د ګټلو له امله مبارکي ویلې او هغې او د افغانستان نورو ښځینه ورزشکارانو ته یې د لا زیاتو بریاوو هیله کړې ده.
ښاغلي کرزي د چهارشنبې په ورځ، د تلې په لومړۍ نېټه، په«اېکس» ټولنیزه شبکه کې په یوه پیغام کې د هاشمي له لاسته راوړنې ستاینه کړې او دې افغانې ورزشکارې او د هېواد نورو ورزشکارانو ته یې د لا ډېرو بریاوو هیله څرګنده کړې ده.
۲۳ کلنه فریبا هاشمي چې اوس په ایټالیا کې ژوند کوي، د جاپان په ناګویا ښار کې د ښځینه بایسکل ځغلونې په سیالیو کې دویم مقام خپل کړ او د سپینو زرو مډال یې وګاټه. نوموړې له دې بریا وروسته خپله لاسته راوړنه «یو ځانګړی احساس» بللی دی.
هاشمي تر دې مخکې هم د اسیايي لوبو د ښځینه بایسکل ځغلونې په سیالیو کې د انفرادي ټایم ټرایل په برخه کې اووم مقام ترلاسه کړی و.
هغې چې اوس په ایټالیا کې ژوند کوي، په تېرو کلونو کې په فاریاب کې د خپلې ورزشي چارې د دوام لپاره د نارینهوو جامې اغوستې او تمرین یې کاوه. هاشمي مخکې د افغانستان د ورزش د وضعیت په اړه ویلي وو چې له سختو ورځو څخه تېره شوې ده، خو د افغانستان خلک بد نه ګڼي. هغې ټینګار کړی و چې په ټولنه کې د نظرونو اختلاف د ښځو لپاره په ورزش کې فعالیت کول له ستونزو سره مخ کړي دي.
لیکواله:رویا ستانکزی








