لیکواله:سلیمه آریایي
حامد کرزي، د افغانستان پخواني ولسمشر، د پاکستان وروستیو نظامي بریدونه په کونړ ولایت او سپین بولدک باندې په سختۍ سره غندلي او د ملګرو ملتونو څخه یې غوښتنه کړې چې د دې پېښو په اړه تحقیق وکړي. هغه دغه بریدونه د اندېښنې وړ بللي او د بیړنۍ رسیدګي اړتیا یې په ګوته کړې ده.
ښاغلي کرزي په یوه پیغام کې وویل چې دې بریدونو غیرنظامیان او ملکي تاسیسات زیانمن کړي او د یو شمېر هېوادوالو د وژل کېدو او زخمي کېدو لامل شوي دي. د هغه په وینا، د لومړنیو راپورونو له مخې، د اسدآباد پوهنتون هم په دې بریدونو کې هدف ګرځېدلی دی.
هغه زیاته کړه چې په دې پېښه کې یو شمېر محصلین هم ژوبل شوي دي. پخواني ولسمشر همدارنګه یادونه وکړه چې په نورو سیمو کې د ښوونځیو پر وړاندې شوي بریدونه هم د تعلیمي بهیر پر وړاندې منفي اغیزې لري او افغان ماشومان یې له زده کړې محروم کړي دي.
حامد کرزي دغه بریدونه د افغانستان د تعلیمي زیربناوو او پرمختګ پر ضد اقدامونه وګڼل او له نړیوالې ټولنې یې غوښتنه وکړه چې په وړاندې یې غبرګون وښیي. هغه د ملګرو ملتونو نه غوښتنه وکړه چې دغه پېښې په جدي توګه وڅېړي.
په دې پیغام کې ټینګار شوی چې د افغانستان پر خلکو، خاوره او ملي تاسیساتو باندې نظامي بریدونه باید ودرول شي او نړیوالې ادارې د دې موضوع د څارنې مسؤلیت لري. هغه خبرداری ورکړی چې د داسې بریدونو دوام کولی شي غیرنظامیان او د هېواد تعلیمي راتلونکي ته جدي زیان ورسوي.
په ورته وخت کې، د کونړ سیمهییزو سرچینو افغانستان انټرنیشنل ته ویلي چې د پاکستان پوځ د اسدآباد په بېلابېلو سیمو او د سید جمالالدین افغان پوهنتون باندې د توپخانې بریدونه کړي دي. تر دې دمه د پاکستان رسمي مقاماتو په دې اړه هیڅ غبرګون نه دی ښودلی.








