د امریکا د جګړې وزیر پیټ هېګسېت په یوه تازه بیان کې خبرداری ورکړی، که ایران له امریکا سره د شوې هوکړې له مادو سرغړونه وکړي، واشنګټن چمتو دی چې پر تهران بیا پوځي عملیات ترسره کړي.
هېګسېت ویلي، له ایران سره شوې هوکړه «د ځواک له دریځه» رامنځته شوې او امریکا د هر ډول احتمالي پوځي اقدام لپاره لازمې وړتیاوې او چمتووالی لري. د هغه په وینا، که تهران خپلې ژمنې، په ځانګړي ډول د اټومي پروګرام اړوند تعهدات عملي نه کړي، نو پر ایران به سخت فشارونه او بندیزونه بېرته ولګول شي.
نوموړي ټینګار وکړ چې امریکا به هېڅکله ایران ته د اټومي وسلو د ترلاسه کولو اجازه ورنه کړي او د هرمز تنګي له لارې د نړیوالې کښتۍ چلونې ازادي باید خوندي وساتل شي.
د امریکا د جګړې وزیر دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د واشنګټن او تهران ترمنځ د وروستۍ هوکړې د عملي کېدو او د دواړو لورو د ژمنو د پلي کېدو څرنګوالي په اړه بحثونه دوام لري.
لیکوال:سعید سمیر








