د یمن د حوثیانو د پوځي ویاند یحیی سریع د اېکس کارنحساب تړل شوی دی.
الجزیرې پنجشنبې، د اګست ۱۳مې سهار راپور ورکړی چې د دغه حساب د تړل کېدو لامل لا هم نه دی څرګند. د حساب پر پاڼه یوازې «کارنحساب تړل شوی» لیکل شوي دي.
د راپور له مخې، د یحیی سریع تړل شوي اېکس حساب له ۱۲۱ زرو څخه ډېر پلویان لرل او د سره سمندرګي په اوبو کې د بریدونو د اعلان لپاره د حوثیانو د اصلي رسنۍ په توګه کارېده.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو ورځو کې د یمن حوثیان له سعودي عربستان سره په کړکېچ کې دي او اعلان یې کړی چې اجازه به ورنه کړي چې د سعودي عربستان تېل د سره سمندرګي له لارې صادر شي.
خو لا څرګنده نه ده چې د حوثیانو د ویاند د اېکس حساب تړل له سعودي عربستان سره د روانو کړکېچونو سره تړاو لري که نه.
لیکواله:سلیمه آریایي








