TOOSnews
اعلان
دايكندي كې طالبان يوه واده شوې ښځه بل سړي ته په زور نكاح كوي.
افغانستانټوس نیوز

دايكندي كې طالبان يوه واده شوې ښځه بل سړي ته په زور نكاح كوي.

۲۵ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

طاوس، چې د دايکندي ولايت يوه ۲۶ کلنه واده شوې ښځه ده، وايي يو سړی د «طالبانو په ملاتړ» غواړي هغه دويم واده ته اړ کړي او په زور يې په نکاح کړي. نوموړې وايي، د طالبانو له خوا د نيول کېدو او جبري دويم واده له وېرې، اوس په پټه ژوند کوي.

د هغې په وينا، په ۱۳۹۹ کال کې کوژده شوې وه او د ۱۴۰۴ کال د تلې په مياشت کې يې واده وکړ، خو د واده څو مياشتې وروسته يو وسله‌وال پښتون سړی د دوی کور ته ورغی او ادعا يې وکړه چې ګواکې د هغې مېړه دی.

طاوس وايي، وروسته له هغې چې ياد سړي د طالبانو محکمې ته شکايت وکړ، د دايکندي د اشترلي ولسوالۍ طالب محکمو د هغې خپلوان ونيول.

د معلوماتو له مخې، د اشترلي ولسوالۍ د طالبانو امنيه قوماندانۍ د هغې پلار د وري له ۱۳مې د غویي تر اوومې نېټې پورې ۲۴ ورځې بندي کړی و. همداراز د هغې د مېړه ورور د غویي له اوومې تر شلمې نېټې ۱۴ ورځې او د هغې خسر څلور ورځې په بند کې ساتل شوي وو.

مولوي الهام، چې د طالبانو د اشترلې ولسوالۍ قاضي دی، له يوې سيمه‌ييزې رسنۍ سره په مرکه کې د دغو کسانو د نيول کېدو پخلی کړی دی.

طاوس وايي، طالبانو د چهارشنبې په ورځ د غویي په ۲۳مه د سيمه‌ييزو مشرانو په ضمانت د هغې خسر له زندانه خوشې کړی، خو لا هم د هغې او کورنۍ اندېښنې پر ځای دي او د احتمالي جبري واده له وېرې په پټه ژوند کوي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.