د کندهار ولایت طالب مسوولین وايي، د دغه ولایت په میوند، ژېړۍ، پنجوايي او سپینبولدک ولسوالیو کې یې د ۴۷ ځانمرګو بریدګرو له کورنیو سره نغدي مرستې کړي دي.
د دوی په وینا، دغه مرستې د ځانګړو پروګرامونو له لارې ترسره شوي، خو د مرستو د کچې او ټولیز مقدار په اړه یې جزیات نه دي ورکړي.
یاد ځانمرګي بریدګر د تېر جمهوري نظام پر مهال د طالبانو له لوري د حکومت پر ضد په جګړه کې تر ټولو مرګونې وسيله وه چې تر ډېره يي قربانيان ملکي وګړي وه.
تر اوسه د دغو مرستو په اړه د بشري حقونو د بنسټونو او نورو اړوندو ادارو لخوا رسمي غبرګون نه دی خپور شوی.
لیکوال:سعید سمیر








