TOOSnews
اعلان
په ننګرهار کې يو ښځه له اته مياشتني كورني بنده ژغورل شوې.
افغانستانټوس نیوز

په ننګرهار کې يو ښځه له اته مياشتني كورني بنده ژغورل شوې.

۱۹ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ننګرهار د طالبانو امنیه قوماندانۍ وایي، په کوز کونړ ولسوالۍ کې یې یوه ښځه چې شاوخوا اته میاشتې په یوه تیاره کوټه کې بنده ساتل شوې وه، ژغورلې ده.

د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد د شنبې په ورځ، د زمري په ۱۷مه، ویلي چې دغه ښځه د کوز کونړ ولسوالۍ د تارانو کلي له یوه کور څخه د عملیاتو پر مهال ژغورل شوې ده.

د نوموړي په وینا، د پېښې په تړاو یو کس هم نیول شوی او د لومړنیو څېړنو پر مهال یې پر خپل جرم اعتراف کړی دی.

طالبانو د دې پېښې د څرنګوالي او د ښځې د اته میاشتني بند د لامل په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم په یو شمېر ولایتونو کې د کورني تاوتریخوالي او د ښځو د بند ساتلو په تړاو د ورته پېښو د مخنیوي خبرونه ورکړل شوي دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.