TOOSnews
اعلان
پر كونړ د پاكستان تازه بريدونو كې ١٧ كسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
افغانستانټوس نیوز

پر كونړ د پاكستان تازه بريدونو كې ١٧ كسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

۱۴ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د کونړ ولایت د دانګام ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې پاکستاني ځواکونو یو ځل بیا پر دې سیمه توپچي بریدونه کړي، چې له امله یې ملکي وګړو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د لومړنیو معلوماتو له مخې، په دغو بریدونو کې ټولټال ۱۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې پکې وژل شوي او ټپیان دواړه شامل دي. د سیمې خلک زیاتوي، چې قربانیان ښځې او ماشومان دي.

همداراز، بریدونو د عامه تاسیساتو پر بنسټونو هم سخت اغېز کړی دی. راپورونه وايي، چې دوه ښوونځي، یو روغتیايي مرکز او دوه جوماتونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي. سربېره پر دې، د خلکو یو شمېر څاروي هم له منځه تللي دي.

ځايي خلک د دغو بريدونو له وېرې له خپلو کورونو وتلي او ټینګار کوي، چې دا ډول پېښې د سیمې د خلکو پر ژوند او زده کړو ناوړه اغېزې لري.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.